ډېر لوستل شوي

نورستان کې د سېلابونو له امله تر دې دمه ۲۰ کسانو ژوند بایللی

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی چې د نورستان په مرکز، پارون او یو شمېر نورو سیمو کې د سېلابونو له امله ۲۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس او ویاند، حافظ محمد یوسف حماد ویلي چې د دغو خونړیو سېلابونو له امله له ۱۰۰ ډېر کسان لادرکه دي.

د ښاغلي حماد په وینا چې سېلابونو همداراز استوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې او هټۍ هم ویجاړ کړي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد په نورستان کې د سېلابونو له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې او ټپيانو ته یې د بېړنۍ درملنې هیله څرګند کړې وه.

ښاغلي مجاهد په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت ټول ارګانونه دې د سېلاب‌ځپلو د سر او مال ژغورنې لپاره لاس په کار شي، او هیله یې څرګنده کړې چې سېلاب‌ځپلو ته به ښه رسېدنه وشي.

اړوند خبرونه