ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د بیجینګ – ایران – افغانستان پر مسیر د لومړي مستقیم ټرانزیټي اورګاډي تګ پیل شوی او ۵۰۰ ټنه بار یې د ایران د اورګاډي شبکې له لارې هرات ولایت ته لېږدولی دی.
د ایران ـ افغانستان د اورګاډي دهلېز مشر مصطفی رضايي ویلي، دا لومړی ځل دی چې بار له چین څخه افغانستان ته د لارې په اوږدو کې له ښکته کېدو او بیا بارولو پرته په مستقیم ډول لېږدول کېږي.
د نوموړي په وینا، په دې بار کې فایبري تختې شاملې دي چې له بیجینګ څخه بار شوې، د ترکمنستان او ایران له لارې د خواف ـ هرات د اورګاډي کرښې په وسیله د هرات روزنک تمځای ته رسېدلې دي. هغه زیاته کړې چې دا نوې لاره به د توکو د لېږد وخت او لګښتونه د پام وړ راکم کړي.
بللور ته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د منځني ختیځ د وروستیو کړکېچونو له امله د چابهار، بندر عباس او جبل علي له بندرونو افغانستان ته د توکو ټرانزیټ درېدلی چې د اکمالاتو د ځنډ او د وارداتي لګښتونو د لوړېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
افغانستان هڅه کوي د سیمهییزو ټرانزیټي دهلېزونو له پراختیا سره د سوداګرۍ بدیلې لارې زیاتې کړي، په داسې حال کې چې وروستي سیمهییز امنیتي کړکېچونه د سمندري بندرونو له لارې د وارداتو بهیر اغېزمن کړی دی.

