ډېر لوستل شوي

د افغانستان لاس بې‌اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه تمدید شوې 

مالیې وزارت وایي چې د افغانستان لاس بې‌اسناده (یوه کیلي) موټرو د ثبت او محصول پروسه د روان کال تر پایه پورې تمدید شوې ده.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا پروسه سر له اوسه د هېواد په اووه زونونو (کابل، هرات، بلخ ننګرهار، کندهار، کندوز او خوست/ پکتیا) ولایتونو کې پیلېږي. 

مالیې وزارت لیکلي چې د یوې کیلي موټرو د ثبت او محصول په پروسه کې د خلکو اقتصادي حالات په پام کې نیول شوي او په لویه سلنه تخفیفونه ورکړل شوي دي.

“له ۱۹۹۰ – ۲۰۰۴ ماډل ساده موټرو ته ۳۵ سلنه او له ۲۰۰۵ څخه تر وروستي ماډل پورې ساده موټرو ته ۶۰ سلنه تخفیفونه ورکړل شوي او د ساده زغره‌والو یو کیلي موټرو لپاره تعرفه ۲۰ سلنه ټاکل شوې ده.” سرچینې همداراز ویلي چې په دې پرېکړه کې د کورنیو چار وزارت د ټرافیکو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې د بې‌اسناده موټرو په کنټرول کې د اسلامي امارت ټاکل شوي مقررات او احکام په پوره ډول پلي کړي.

اړوند خبرونه