له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مسوولینو د تېرې ادارې د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین، د معارف وزارت سواد آموزی مرستیال محمد اعظیم کربلایي، د محافظت عامې او تصدې معین عبدالجمیل جنبش، د فراه والي محمدشعيب ثابت، د خوست والي عبدالواحد پټان، د کونړ والي حاجي شالیزی دیدار او د میدانوردګو والي ځنډیګل زماني سره کتلي دي.
د دغه کمېسیون د خبرپاڼې له مخې چې مسوولینو افغانستان د ټولو ګډ کور بللی او ټینګار یې کړی چې ټول افغانان باید د هېواد د ابادۍ، ثبات او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مسوولینو په دې کتنه کې همداراز د تېرې ادارې له سیاسي څېرو غوښتي د افغانستان اوسنی واقعي وضعیت او حقایق له بهرمېشتو افغانانو سره شریک کړي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا پخوانیو سیاسي څېرو په هېواد کې د امنیت ټینګښت ستاینه کړې او د روانو زیربنایي پروژو په اړه یې خوښي څرګنده کړې ده.

