ډېر لوستل شوي

سعودي او ترکیې د نورستان له سېلاب‌ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړې

په کابل کې د سعودي عربستان او ترکیې سفارتونو د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او د افغانستان له ولس سره یې خپله خواخوږي اعلان کړې ده.

د دواړو سفارتونو په جلا اعلامیو کې د قربانیانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې شوي، شهیدانو ته د مغفرت او ټپیانو ته د ژر روغتیا دعا شوې ده.

په وروستیو ورځو کې د نورستان په ځینو سیمو کې سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول چې له امله یې د سیمې د خلکو د ملاتړ او خواخوږۍ ګڼ نړیوال غبرګونونه هم راپارېدلي دي.

اړوند خبرونه