ډېر لوستل شوي

فیض حمید له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور محاکمه کیږي

د ای. اېس. ای یا هم د پاکستان د څارګرې ادارې پر پخواني مشر فیض حمید تور دی چې نوموړي د خپلې دندې پرمهال له واک څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده. ددغو تورونو پلټنې ته ځانګړی پلاوی ټاکل شوی چې مشري یې یو پوځي جنرال کوي.
ویل کیږي چې د پاکستان د څارګرې ادارې دا پخوانی چارواکی په مالي فساد کې د ښکېلتیا، ځمکو غصب او له خپلې دندې څخه پر ناوړه ګټې اخیستنې تورن دی.
پر نوموړي دغه تورونه د یوه خصوصي ښارګوټي مالک موئز احمدخان لګولي دي.
ددغه ښارګوټي څښتن ادعا کړې چې د جنرال فیض حمید په امر د ای. اېس. ای مامورین د نوموړي ښارګوټي ته ننوتي وو او له نوموړي یې سره زر، ګرانبیه توکي او نغدې پیسې په زور غلا کړي وو

اړوند خبرونه