د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان پر بنسټ، په یو شمېر ملکي او امنیتي ادارو کې نوې ګومارنې شوې او بدلونونه راغلي دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد ويلي، د جوز جان پخوانی امنيه قوماندان قاري محمد اسماعیل راسخ د همدې ولايت د والي په توګه، د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکنی مرستیال ملا عبدالکریم نافذ د جوزجان د امنیه قومندان او د همدې ولايت پخوانی والي ملا عبدالله سرحدي د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
همدارنګه، شیخ عبدالرحمن طیبي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د مرستيال، شیخ عبدالرحمن غزنوي د کندهار پوهنتون د رييس او مولوي عتیقالله عزیزي د هرات د اطلاعات او فرهنګ ریاست د رييس په توګه ګومارل شوي دي.
دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت مشرتابه د ښې حکومتولۍ د اصل پر بنسټ وخت نا وخت په ملکي او نظامي ادارو کې نوې ګومارنې کوي.

