ډېر لوستل شوي

د پشه‌یي ژبې اصلاح شوې الفبا تصویب شوه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ اعلان کړی چې د پشه‌یي ژبې اصلاح شوې «الفبا» یې د علمي ارزونې او بیاکتنې له بشپړېدو وروسته د رسمي کارونې لپاره تصویب کړې ده.

د اکاډمۍ په وینا، دا «الفبا» د پشه‌یي ژبې د فرهنګیانو، لیکوالانو، څېړونکو او ویونکو د غوښتنې او علمي اړتیاوو پر بنسټ د متخصصانو د یوه کمېسیون له خوا له سره ارزول شوې ده.

علومو اکاډمۍ له لیکوالانو، څېړونکو، ښوونکو، رسنیو او د پشه‌یي ژبې له ټولو کاروونکو غوښتي چې په خپلو علمي، فرهنګي او ښوونیزو فعالیتونو کې له دې اصلاح شوې الفبا ګټه واخلي، څو د پشه‌یي ژبې د معیاري کېدو، ودې او پراختیا لپاره ګډ او اغېزناک ګامونه پورته شي.

اړوند خبرونه