ډېر لوستل شوي

المانیان دا ځل بې‌ګناه افغانان هم له خپلې خاورې باسي

راپورونه وایي چې د المان په ځینو ښارونو کې د هغو افغانانو د اخراج لړۍ هم چټکه شوې چې هېڅ جرمي شالید نه لري.

د هيسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ويلي چي حکومت افغانستان ته د هغو پناه غوښتونکو د منظم اخراج لپاره پلان لري چي جرم يې هم نه وي کړی.

د دغه وزارت په وینا، فدرالي پولیسو د هغو محدوديتونو د لغوه کېدو اعلان کړی چې د هویت د تثبيت له پاره د افغان مهاجرو د حاضرولو په برخه کې پخوا موجود و.

هغه زیاته کړې چي په راتلونکي کې هم د ایالت اصلي تمرکز د مجرمو او احتمالي خطرناکو کسانو پر اخراج دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت یو پلاوی د اروپایي ټولنې په غوښتنه بروکسیل ته تللی و چې د بحث یوه بنسټیزه موضوع پکې د افغان کډوالو وه.

اړوند خبرونه