د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار د «کستومایز او رستم حیدري» ښارګوټي په نوم څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر بنسټ د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شوې ده.
د یاد وزارت ویاند حافظ برکتالله رسولي ویلي، دا پرېکړه د شرعي او قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته شوې او یاده ځمکه په رسمي ډول د امارت ملکیت بلل شوې ده.
ښاغلي رسولي ټينګار کړی چې د ځمکو د تثبیت او قانوني ارزونې بهیر به د شرعي احکامو او نافذه قوانینو له مخې دوام ولري.

