کورنیو چارو وزارت په تخار ولایت کې د ۳۵۰ کیلوګرام نشهيي توکو او په لغمان کې د نشهيي توکو د یوې کارخونې له کشف او ضبطکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا توکي د تخار ولایت امنیې قوماندانۍ ځواکونو له دوو کسانو سره یو ځای د دغه ولایت په «خطایان» سیمه کې نیولي دي.
د سرچینې په وینا چې یاد توکي په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو او نامعلوم ځای ته یې د لېږدولکېدو هڅه کېده.
د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د نشهيي توکو یوه تولیدي کارخونه له ۹۳۹ کیلوګرام ومان، ۱۹۷ کیلوګرام سوډا، ۱۳۸ کیلوګرام مالګې او یو میل وسلې سره کشف او ضبط کړې ده.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی، او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نشهيي توکو سلګونه کاروباریان د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

