د کور او ښار جوړولو وزير مولوي نجيبالله حيات حقاني د لوګر ولایت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان منظور او لاسلیک کړی دی.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د دې ښارګوټي پلان په ۲۱۴۳ جریبه ځمکه کې پلي کېږي چې ۳۳۸۵ استوګنیزې نمرې به ولري.
د پلان له مخې، د استوګنیزو کورونو ترڅنګ د سړکونو، شنو سیمو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، جوماتونو او نورو عامه خدمتونو لپاره هم لازم ځایونه په پام کې نیول شوي، څو د اوسېدونکو اړتیاوې په معیاري ډول پوره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، راستنېدونکو کډوالو ته د مناسب او باعزته ژوند زمينې برابرولو په موخه به د استوګنیزو ښارګوټو د طرحې او پليکېدو بهیر چټک او منظم دوام ومومي.

