ډېر لوستل شوي

تېره يوه مياشت کې نږدې ۹۷ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په لړ کې له ایران او پاکستان څخه ۱۴ زره او ۵۳۹ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷ زره او ۲۷۷ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستانه شوې دي.

د کمېسیون د راپور له مخې، راستانه شویو کورنیو ته د ثبت، ټرانسپورټ، نغدي پيسو، روغتیايي خدمتونو او سیمکارتونو په ګډون بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي دي.

په راپور کې راغلي، په همدې موده کې ۱۴ زره او ۵۴ سیمکارتونه وېشل شوي، ۱۱ زره او ۴۵۲ کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوې او ۱۵ زره او ۱۵۹ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې دي. کمېسیون زیاتوي، د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ملاتړ بهیر د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.

اړوند خبرونه