ډېر لوستل شوي

د افغانستان او اوزبيکستان د کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د اوزبيکستان د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خواجه‌یف سره کتلي او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د پانګونې، اقتصادي همکاریو او ګډو پروژو د پراختیا په اړه يې خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې مولوي عطاءالله عمري د اوزبيکستان لوری هڅولی چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
بل‌خوا، اوزبکستاني لوري هم د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د اړتیا او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
د غونډې په پای کې دواړو لوريو هوکړه کړې چې د شویو ژمنو او هوکړو د عملي کېدو لپاره به ګډ تخنیکي ټیم جوړوي.

اړوند خبرونه