ډېر لوستل شوي

د افغانستان او اوزبيکستان د رېل‌پټلۍ او ټرانزيټي همکاريو پر پراختيا خبرې شوې

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني په ارګ کې د اوزبيکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي، ترانزیټي همکاریو او د وسپنې پټلۍ د مهمو پروژو په اړه خبرې کړې دي.
ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، په دې ناسته کې د افغان‌ټرانس د وسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل، د تورغونډۍ بندر د پراختیا، د هرات–مزارشریف د وسپنې پټلۍ پروژې او د حیرتان بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد د زیاتوالي په اړه هم بحث شوی دی.
د نوموړي په وينا، د اوزبيکستان لوري په یادو پروژو کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا هم څرګنده کړې.
د ټولګټو وزیر ويلي، د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي او افغانستان د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري.
د خبرپاڼې له مخې، د لیدنې په پای کې دواړو لوريو د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د لا پراختیا او د ګډو پروژو د عملي کېدو پر دوام ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه