ډېر لوستل شوي

بامیان ته د سترې محکمې اداري مرستیال سفر؛ “د فساد پر لا ډېر مخنیوي ټینګار شوی”

د اسلامي امارت سترې محکمې ادارې مرستیال، شیخ سخاءالله سعید په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي بامیان ولایت ته سفر کړی، او هلته یې د یاد ولایت د مرافعه او اړوندو محاکمو چارې ارزولې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي سعید د باميان ولايت د مرافعه محکمې په تالار کې له قضایي مسوولینو سره د ليدنې پرمهال ویلي چې د اسلامي نظام موخه د الله تعالی د احکامو تطبيق، د ظلم مخنيوی، د مظلوم ملاتړ، د فساد مخنيوی او په ټولنه کې د عدالت تأمين دی.

نوموړي قاضيانو او د محاکمو ټولو منسوبينو ته سپارښتنه کړې چې خپلې دندې په تقوا، امانتدارۍ او اخلاص ترسره کړي او له هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې د محاکمو اعتبار، د قاضيانو حيثيت او د خلکو باور ته زيان رسوي.

سرچینې لیکلي چې د سترې محکمې اداري مرستیال د باميان ولايت د مرافعه او ښاري ابتدائيه محکمې د دېوانونو له رییسانو او د يو شمېر ولسواليو د ابتدائيه محاکمو له رییسانو سره جلا ناستې کړې او د هغوی ستونزې او وړانديزونه يې اورېدلي دي.

اړوند خبرونه