د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې لوی رییس، ملا نورالدین ترابي د یو شمېر همکارو موسسو له استازو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو سره مخ دی.
ښاغلي ترابي ویلي چې په دې وروستیو کې د هېواد په څه باندې ۱۵ ولایتونو کې رامنځته شوي سېلابونه د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو څرګندې نښې دي، خو په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو په رامنځتهکېدو کې هېڅ رول نه لري.
نوموړي همداراز له ټولو همکارو بنسټونو غوښتي چې د زیانمنو شویو خلکو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو، د وقایوي پروژو پلي کولو او د قدرتي پېښو پر وړاندې د چمتووالي پیاوړتیا په برخه کې لا ډېره همکاري او جدي پاملرنه وکړي.
د یادولو ده چې دا غونډه د UN-OCHA، FAO, IFRC، IRC، AKAH-A، IOM، UNFPA او WFP موسسو او بنسټونو له استازو سره شوې، او دوی هم د افغانستان له ځپلشویو سره د مرستې ډاډ څرګند کړی دی.

