په کابل کې د جاپان سفیر «ماساموتو کینیچي» د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له مالي اداري مرستیال، دوکتور محمد نعیم سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو بحث کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او جاپان پر دوهاړخیزو اړیکو، ګډو ګټو او دوامداره همکاریو خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د جاپان سفیر په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي او اغېزمنې مبارزې او د ښه امنيتي وضعيت او نورو پرمختګونو ستاینه کړې، او د اسلامي امارت او اروپایي ټولنې ترمنځ یې د بروکسل له غونډې هرکلی کړی دی.
بلخوا دوکتور محمد نعیم د افغانستان په اړه جاپان له مثبت دریځ مننه کړې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

