د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس انجنیر ذبیحالله امیري د شهيدېدو په تړاو امنيتي ځواکونو يو تن وژلی او يو بل يې تازه ژوندی نیولی دی.
انجنیر ذبیحالله امیري نن سهار د دندې پر لور د تګ پر مهال د بهارک ولسوالۍ او فیضاباد ښار ترمنځ په وسلهوال برید کې شهيد کړی شو.
د امنیتي مسوولينو په وينا، د پېښې د بشپړو جزیاتو د روښانولو لپاره څېړنې روانې دي.

