کورنیو چارو وزارت په پروان ولایت کې د ۲۵۰ کیلوګرام نشهيي توکو له کشف او ضبطکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د پروان ولایت امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې ځواکونو د خپلو هدفي او کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت د سالنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۴۸۲ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۳۸ کیلوګرامه چرسو د قاچاق مخه نیولې ده.
کورنیو چارو همداراز لیکلي، د یادو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

