د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس، حافظ ضیاء احمد تکل وایي چې افغانستان د امنیت، داخلي ثبات او ملي حاکمیت له پلوه د باور وړ چاپېریال لري، او همدې ثبات د دې زمینه برابره کړې چې هېواد له سیاسي رقابتونو څخه د اقتصادي همکاریو په لور حرکت وکړي.
ښاغلي تکل په اېکسپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د اساسي لیدلوري له مخې د سیمې دوامداره ثبات، اقتصادي نښلون، ترانزیټ، پانګونه او د متقابلو ګټو پراختیا د ټولو هېوادونو په ګټه ده.
د نوموړي په وینا چې د افغانستان بهرنی سیاست مستقل، متوازن او اقتصادمحوره دی، او اسلامي امارت هڅه کوي چې د همکارۍ او متقابل باور فضا لا پیاوړې شي.
حافظ ضیاء احمد تکل همداراز لیکلي چې د دې په وسیله به افغانستان او د سیمې هېوادونه وکولای شي چې له شته اقتصادي فرصتونو، سوداګریزو ظرفیتونو او ترانزیټي امکاناتو څخه په اغېزمنه او متوازنه توګه ګډه ګټه پورته کړي.

