ډېر لوستل شوي

د کندهار-هرات پر لویې لارې ټرافیکې پېښې تر لسو زیات کسان ټپیان کړي

ملي دفاع وزارت وایي چې د کندهار-هرات پر لویې لارې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۱۲ هېوادوال ټپیان شوي چې پر وخت د ښوراب ساحوي روغتون ته وروړل شوي دي.

د کندهار – هرات پر لویه لاره د واشیر ولسوالۍ په اوږدو کې یو مسافر وړونکی بس موټر له سړکه اوښتی او سپاره ۱۲ تنه پکې ټپیان شوي دي.

تر دې پېښې وروسته د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د ښوراب ساحوي روغتون روغتيايي ټیمونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د ښوراب ساحوي روغتون ته لېږدولي دي.

 د ملي دفاع وزارت ځواکونه شپه او ورځ د هېوادوالو چوپړ کوي او په سختو-بېړنیو حالاتو کې ځان ورروسوي.

اړوند خبرونه