د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رييس، ډاکټر عبدالحی قانت د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د افغانستان د سفارت سرپرست، مولوي عبدالشکور حقاني، په ملتیا د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت له څلورم سیاسي رييس، میر بېک باکیتوویچ، سره کتلي دي.
ياد سفارت وايي، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کونسلي همکاریو د پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د ګډو ګټو پر مهمو موضوعاتو خبرې شوې دي.
دواړو لوريو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سیاسي تعامل پر دوام او د عملي همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

