د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې رياست د روانې زمري میاشتې له ۸مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
ياد رياست ويلي چې پکتیکا، پکتیا، خوست، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو په سیندونو او ځینو سیلابيلارو کې هم د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته. د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند رياست له هغو اوسېدونکو چې د یادو سیندونو پر غاړو ژوند کوي، غوښتي چې د احتیاطي تدابیرو په نیولو سره د سېلابونو پر مهال د سیندونو له غاړو تګــراتګ ونه کړي، څو د احتمالي ځاني او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

