ډېر لوستل شوي

هرات کې د حرفوي غلو درې بانډه نیول شوي

د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې امنيتي ځواکونو په هرات کې د حرفوي غلو درې بانډه نيولي او وسره يې ۲۴ عرادې غلا شوي موټر کشف او بېرته تلاسه کړي دي.

د هرات امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال قاري نجيب‌الله علي ويلي چې دغو ډلو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسله‌والې غلاوې کولې او غلا شوي موټر یې هرات ولایت ته لېږدول.

د ښاغلي علي په وينا چې د دغو درې واړو ډلو ټول غړي نیول شوي او تر قانوني څېړنو لاندې دي. بل‌خوا، د بېرته ترلاسه شویو موټرو یو شمېر مالکینو د امنیتي ځواکونو له هڅو مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې د وسله‌والو غلاوو عاملین د قانون له مخې مجازات شي.

اړوند خبرونه