ډېر لوستل شوي

اسلامي ملي اردو ځواکونو ننګرهار کې یو شمېر کسان له سېلابونو ژغورلي

د اسلامي ملي اردو ځواکونو له لوري د ننګرهار ولایت په دور بابا او غني خېلو ولسوالیو کې یو شمېر هېوادوال ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته یې لېږدولي دي.

 ویل کیږي چې دغه هېوادوال د دوربابا او غني خېلو ولسواليو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د  راوتلو له امله په سېلاب کې بند پاتې وو، چې د ۲۰۱ خالد بن وليد رضی الله عنه قول اردو د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د درېيمې پلې لوا د پرسونل په هڅو خوندي ځايونو ته انتقال شوي دي. د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې دوی د شته امکاناتو په مټ شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو په چوپړ کې دي او له دوی به هېڅ ډول مرسته نه درېغوي.

اړوند خبرونه