په کوېټ کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب د متحده عربي اماراتو له سفیر مطر النیادي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو خبرې کړې دي.
ياد سفارت ويلي چې مولوي محمد شفیق خطیب په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت، سراسري ثبات او د پانګونې او اقتصادي فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي. بلخوا، د متحده عربي اماراتو سفیر مطر النیادي د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه هیله څرګنده کړې ده.

