ډېر لوستل شوي

د ننګرهار کې وروستیو سېلابونو یو کس شهيد او لسګونه کورونه یې زیانمن کړي

د ننګرهار په جلال‌اباد ښار، مومندرې او شینوارو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله یو کس شهيد، درې تنه ټپیان او لسګونه کورونو او عامه تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې د دامان په سیمه کې ۱۳ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او ۵۰ نور زیانمن شوي دي. همدارنګه د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سیمه کې ۲۰ کورونه، دوکانونه او نور عامه تاسیسات د سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.

د مسوولينو په وينا، د زیانونو د ارزونې سروې پیل شوې او زیانمنو کورنیو ته به بېړنۍ مرستې ورسول شي.

د ويلو ده چې د ننګرهار والي هم اړوندو ادارو ته د چټکو مرستو د رسولو سپارښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه