ډېر لوستل شوي

د تاجیکستان، ایران او افغانستان ټرانزیټي دهلېز لومړنی ازمایښتي سفر په راتلونکې یوه میاشت کې ترسره کېږي

د تاجیکستان د ټرانسپورټ وزارت خبر ورکړی چې د تاجیکستان، ایران او افغانستان د نوي ټرانزیټي دهلېز لومړنی ازمایښتي سفر به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې ترسره شي.

د یاد وزارت په وینا، د تاجیکستان او ایران ترمنځ سوداګریز توکي به د افغانستان له لارې ولېږدول شي او په راتلونکو پړاوونو کې به دا دهلېز د مرکزي اسیا هېوادونو او چین بازارونو ته هم وغځول شي.

د معلوماتو له مخې، درې واړو هېوادونو تر دې وړاندې د دغه ټرانزیټي دهلېز د جوړېدو لپاره درې‌اړخیزه هوکړه لاسلیک کړې او د پروژې د عملي کېدو لپاره یې ګډه کاري ډله هم جوړه کړې ده.

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو یا د نومبر په لومړیو کې د افغانستان، تاجیکستان او ایران استازي په کابل کې د دې پروژې د پرمختګ د ارزونې لپاره بله ګډه غونډه ترسره کړي.

اړوند خبرونه