ډېر لوستل شوي

ایران: د امریکا هر ډول پوځي اقدام ته به قاطع ځواب ورکړو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي خبرداری ورکړی چې تهران د امریکا د هر ډول احتمالي پوځي اقدام پر وړاندې د قاطع ځواب ورکولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

عراقچي دغه څرګندونې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ټلېفوني خبرو کې کړې دي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، دواړو لوریو په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو او د ناامنۍ د زیاتېدو پر خطرونو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا هغه احتمالي «پارونکي او خطرناکو اقدامات» غندلي او ټینګار یې کړی چې که پر ایران هر ډول تعرض وشي، تهران به ورته قاطع ځواب ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر انرژۍ اړوندو زیربناوو د احتمالي برید انتخابونه ارزوي.

اړوند خبرونه