ډېر لوستل شوي

بغلان کې د ملخانو د وژنې کمپاین پیل شو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو دفتر په مالي لګښت د  بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شو.

د بغلان د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو  ریاست د معلوماتو برخې مسوول ولي آمرخېل وايي، دغه کمپاین د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي لګښت ډنډغوري ولسوالۍ کې پیل شو چې موخه یې د هغو ملخانو وژل دي چې د کروندګرو کښتونه له منځه وړي.

 آمرخېل زیاته کړه، چې د ملخانو د لمنځه وړلو دغه کمپاین به په مرکزي بغلان، دهنه غوري، دوشي، نهرین او په وار سره د بغلان په ټولو ولسوالیو کې ترسره شي.  بغلاني بزګران د دې کمپاین هرکلی کوي او په وینا یې چې تر دې وړاندې یې حاصلات ملخانو له منځه وړل.

اړوند خبرونه