د بدخشان امنیه قوماندانۍ وایي، په یفتل پایین ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د نشهیي توکو د لېږد په شک یو نارینه او یوه ښځه درولي وو، خو د ښځې د بدني تلاشي ادعا ردوي.
د بدخشان د پولیسو په وینا، له یادې پېښې وروسته له ښځې سره ملګری نارینه له سیمې تښتېدلی او وروسته یې د ښځې د بدني تلاشي ادعا کړې ده.
پولیس وایي، د دغې ادعا له خپرېدو وروسته د سیمې یو شمېر اوسېدونکو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی دی. د بدخشان پولیسو همداراز زیاته کړې چې ځینې کړۍ د خلکو له احساساتو په استفادې هڅه کوي چې په سیمه کې امنیتي وضعیت ګډوډ کړي.

