د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رييس «تاریا مګنوسون واتردال» او مل پلاوي سره د ګډو همکاریو پر پراختیا، د بشري او پراختیايي مرستو پر دوام او د دغې کمېټې پر څلور کلنې ستراتیژۍ خبرې کړې دي.
ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د ناروې کمېټې د عمومي رييس په حواله ویلي، د دوی څلور کلنه ستراتیژي پر درېیو اساسي برخو؛ د «خوړو خوندیتوب، د طبیعي سرچینو مدیریت او روغتیا او بیا رغونې» تمرکز لري او د ظرفیت لوړونې او مسلکي زدهکړو برخو ته هم پکې ځانګړې پاملرنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، د اړیکو او ارتباطاتو برخه هم د دغې ستراتیژۍ له مهمو برخو څخه ده او هڅه به وکړي چې له دې لارې د افغانستان واقعي او مثبت انځور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
د اقتصاد وزیر بیا د ناروې کمېټې د فعالیتونو او همکاریو د ستاینې ترڅنګ ویلي، حکومت به له هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي چې د ملي ګټو، اقتصادي ودې، د دوامداره فرصتونو د رامنځته کېدو او د افغانانو د هوساینې لپاره وي او د اسانتیا رامنځته کوونکې ادارې په توګه به د اړینو همکاریو زمینه برابره کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د ناروې کمېټې عمومي رييس په پای کې د افغانستان له راستنېدونکو کډوالو سره د اسلامي امارت د همکارۍ او همغږۍ ستاینه کړې او له اقتصاد وزارت سره یې د ګډو همکاریو پر دوام ډاډ ورکړی دی.

