ډېر لوستل شوي

نیمروز کې ۱۳۳ زره نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط شوې

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نیمروز ولایت د زرنج ښار درېیمې امنیتي حوزې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو ۱۳۳ زره نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې تړاو یو تن هم نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. دا په داسې مهال ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د نشه‌يي توکو په تړاو ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي.

اړوند خبرونه