ډېر لوستل شوي

د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ادارې او افغان پوسټ شرکت ترمنځ د همکاریو هوکړې لاسلیکېدل

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې رییس، ملا نورالدین ترابي د افغان پوسټ امارتي شرکت له رییس، مولوي رحمت‌الله مکي سره کتلي او د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوې ده. 

د دې ادارې په خبرپاڼه کې د ښاغلي ترابي له قوله دا هوکړه د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د بشري مرستو لېږد بهیر د ښه‌والي په برخه کې مهم ګام بلل شوی دی.  

د خبرپاڼې له مخې چې د افغان پوسټ له شته ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې سره به مرستې او مرستندویه تجهیزات ولایتونو او زیانمنو سیمو ته په خوندي، منظم او پر وخت ډول ولېږدول شي او د قدرتي پېښو پر وړاندې د بېړنۍ ځواب وینې بهیر به لا اغېزمن شي.

 بلخوا د افغان پوسټ امارتي شرکت عمومي رییس، مولوي رحمت‌الله مکي د دې هوکړې مادو د پلي کېدو لپاره د خپل شرکت د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی دی. 

نوموړي ويلي چې افغان پوسټ به د خپلې پراخې پوستي شبکې، لوژستیکي امکاناتو او تخنیکي ظرفیتونو په مټ د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې د مرستو او تجهیزاتو چټک، خوندي او معیاري لېږد د هېواد په کچه تضمین کړي.

اړوند خبرونه