د لوګر والي، قاري صلاح الدین ایوبي د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رییس، ملا عبدالحق همکار سره په کتنه کې د برېښنا اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې ښاغلي همکار ډاډ څرګند کړی چې په هېواد کې د برېښنا رسونې پروژې په متوازن ډول له ټاکلي پلان سره سمې پر مخ ځي، څو له برېښنا پاتې ساحې پر وخت د برېښنا له نعمت برخمنې شي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د لوګر والي، قاري صلاح الدین ایوبي د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ هڅې د هېواد په کچه د تولید او پراختیا په برخو کې ستایلې او ډاډ یې څرګند کړی چې د برېښنا له ولایتي مسوولینو سره به هر ډول همکاري کوي.
د افغانستان برېښنا شرکت همداراز لیکلي چې یاد شرکت له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د ټول هېواد په کچه د برېښنا تولید، تاسیساتو جوړونې او د برېښنا وېش شبکو پر ګڼو پروژو کار پیل کړی چې بشپړیدو سره به یې د پرمختګ تاریخي بدلون رامنځته شي.

