ډېر لوستل شوي

سپین بولدک کې د ۱۰۰ کارټنه انساني درملو د قاچاق مخه نیول شوې

د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء ځواکونو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۰۰ کارټنه انساني درملو د قاچاق مخه نیولې ده.

د ۲۱۵ عزم قول اردو د رسنيو دفتر ويلي، د دې لواء د څلورم سرحدي کنډک ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د «لېډرېک» په سیمه کې دوه سیفا باروړونکي موټر نیولي چې په غیرقانوني توګه یې د یادو درملو د واردولو هڅه کوله.

د سرچینې په وینا، نیول شوي درمل د لواء د رهبرۍ په لارښوونه له منځه وړل شوي او په تړاو یې دوه تنه د انساني قاچاقبرۍ په تور هم نیول شوي دي.

د يادې قول اردو مطبوعاتي دفتر زیاتوي چې تر دې وړاندې هم د دې قول اردو ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

اړوند خبرونه