د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د پکتیکا په «شکین» ولسوالۍ کې دوه کسان د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو نیول شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې یاد کسان د «شریونیتو» او بل د «اسالوخان» کلیو اوسېدونکي بلل شوي دي.
د سرچینې په وینا چې نیولشوي کسان د قانوني څېړنو او لازمو اجراآتو په موخه جنايي ادارې ته ورپېژندل شوي، او قانوني چلند به ورسره وشي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو او شنو ونو د ساتنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره د خلکو پر همکاري ټینګار کړی، او د طبیعي سرچینو ساتنه یې د ټولو ګډ مسوولیت بللی دی.

