ډېر لوستل شوي

د کندهار–هرات په لاره د عامو هېوادوالو لپاره شل بستریز ملکي روغتون پرانیستل شوی

د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د شوراب ساحوي روغتون له لوري د کندهار–هرات پر لویه لاره د عامو هېوادوالو لپاره شل بستریز ملکي روغتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوی دی.

د یاد روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان، مولوي محمد ایوب خالد او د شوراب ساحوي روغتون قوماندان، ډاکټر نعمت الله امین ګډون کړی و.

د مراسمو پرمهال مسوولینو د دغه روغتون د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې له دې وروسته به د نیمروز د دلارام ولسوالۍ څخه د هلمند تر ګرشک ولسوالۍ پورې د کندهار–هرات پر لویه لاره د ترافیکي پېښو قربانیانو او نورو بېړنیو ناروغانو ته روغتیايي خدمات په همدې روغتون کې وړاندې کېږي.

د مسوولینو په وینا، دغه شل بستریز ملکي روغتون د زړه ګراف، الټراساونډ، نسايي او ولادي، غاښونو، لابراتوار او فارمسي په ګډون پر بېلابېلو څانګو سمبال دی او متخصص ډاکټران به پکې معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

اړوند خبرونه