ډېر لوستل شوي

تېره يوه ورځ نږدې ۲ زره افغان کډوال راستانه شوي او تر ۱۱ سوه زياتې د ځمکو نمرې وېشل شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له بېلابېلو لارو ۳۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۹۵۰ تنه کېږي، افغانستان ته راستنې شوې دي.

د ياد کمېسيون په راپور کې راغلي چې ۳۱۸ کورنۍ چې غړو شمېر يې ۱۸۱۰ تنه کېږي، خپلو اړوندو ولايتونو ته لېږدول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، له ۳۵۵ کورنیو سره ۲۴ لکه ۴۰ زره افغانۍ مالي مرسته شوې، ۳۶۳ سیمکارتونه وېشل شوي او ۱۱۶۳ راستنېدونکو کورنیو ته د هستوګنې ځمکو نمرې ورکړل شوې دي.

د کمېسیون د راپور له مخې، د ځمکو د وېش له پیل راهیسې تر دې دمه د وېشل شويو نمرو شمېر ۶۵ زره او ۱۵۵ ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه