عدليې وزارت خبر ورکړی چې د مرکزي زون د امارتي غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د ۱۵۱ جريبه ځمکې د اسنادو او موندنو له مخې دولتي پېژندل شوې ده.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا ځمکه تر دې وړاندې د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او استرداد کمېسیون له لوري هم څېړل شوې وه، خو د ځمکې د امارتيتوب په اړه د متصرفینو د نهقناعت له امله یې دوسیه د قانون له مخې اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
د اختصاصي محکمې د پرېکړې له مخې، متصرفین مکلف دي چې یاده ۱۵۱ جریبه ځمکه د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او استرداد کمېسیون ته وسپاري.
عدليې وزرات ډاډ ورکړی چې د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او ټولې غصب شوې ځمکې به دولتي ثبت شي.

