د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي وایي، د روغتیايي تولیداتو کورنی ملاتړ د روغتیا د پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ له مهمو برخو څخه دی.
ښاغلي جلالي د یادې ستراتیژۍ د پېژندې په غونډه کې ویلي چې په پلي کېدو سره به یې پر نورو هېوادونو د افغانستان تکیه راکمه او د کار زمینه به برابره شي.
د عامې روغتیا وزير زياته کړې چې د دې ستراتیژۍ په پليکېدو سره به په روغتیايي برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته او ټولو افغانانو ته به په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې معیاري، باکیفیته او د لاسرسي وړ وقایوي، تشخیصي او درملیز روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

