ډېر لوستل شوي

کندوز کې د ۳ زره کورونو ښارګوټي او په مزارشریف کې د سوداګریز ـ استوګنیز مارکېټ طرحې ارزول شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د بین‌الوزارتي پانګونې کمېټې په نوبتي غونډه کې په کندوز او بلخ ولایتونو کې د دوو سترو ودانیزو پروژو طرحې ارزول شوې.

د اقتصادي معاونیت په وینا، په دې غونډه کې د کندوز ولایت د دښت ابدان په سیمه کې د ۳ زره استوګنیزو کورونو د ښارګوټي طرحه د هغې د اقتصادي ارزښت او اړتیا له امله مهمه بلل شوې او د تخنیکي او مالي ارزونې لپاره ځانګړې کمېټې ته سپارل شوې ده.

همداراز، په مزارشریف ښار کې د یوه سوداګریز ـ استوګنیز مارکېټ طرحه هم څېړل شوې چې د هر اړخیزې ارزونې لپاره اړوندې کمېټې ته راجع شوې ده.

د بین‌الوزارتي پانګونې کمېټه د لویو پانګنیزو او پراختیایي پروژو تخنیکي، مالي او اقتصادي ارزونه کوي او له بشپړې څېړنې وروسته د عملي کېدو په اړه پرېکړه کوي.

اړوند خبرونه