د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري د تېرې دوشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې له زر څخه ډېرو راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
یاد وزارت وایي، په ننګرهار کې ۶۹۳، په پکتیکا کې ۱۰۸، په نیمروز ولایت کې ۱۱۲، په فاریاب کې ۱۵۰ او په بامیانو کې ۱۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوې دي.
د یادو شمېرو له مخې، یوازې د همدې ورځې په لړ کې ټولې ۱۱۶۳ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې.
تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د بهیر له مخې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې او دا لړۍ لا هم په منظم او چټکه توګه روانه ده.
د یادونې وړ ده چې د استوګنیزو ځمکو د وېش پروسه د راستنو شویو کډوالو کورنیو د دایمي مېشتېدنې، ټولنیز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په موخه پر مخ وړل کېږي، څو هغوی وکولی شي په خپل هېواد کې په مناسب چاپېریال کې خپل ژوند له سره پیل کړي.

