د ټولګټو وزارت وایي چې په بادغیس ولایت کې د قیصار – لامان حلقوي سړک د درېیم لاټ رغنیزې چارې د څه باندې ۴٫۶ میلیارد افغانۍ په لګښت جریان لري.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا سړک ۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري او چارې یې د ۴ میلیارد ۶۵۲ میلیون ۵۳۶ زره افغانیو په لګښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ لاسلیک شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا سړک د افغانستان یو له حلقوي سړکونو څخه دی چې د بادغیس ولایت له مقر ولسوالۍ څخه پیل او د یاد ولایت تر بالامرغاب ولسوالۍ پورې رسېږي.
سرچینې لیکلي چې په دې پروژه کې ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د ټولګټو وزارت لیکلي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې او همداراز د سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.

