د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رییس، مولوي غلام حیدر شهامت د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له پلاوي سره کتلي دي.
د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په برخه کې د ګډو همکاریو پراختیا، د بشري ځواک د ظرفیت لوړولو، د زدهکړو کیفیت ښهوالي او ځوانانو ته د زدهکړو او کارموندنې د لا غوره فرصتونو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي شهامت له قوله د تخنیکي او مسلکي زدهکړو پراختیا لپاره د نړیوالو بنسټونو رول مهم بلل شوی، او نوموړي د ښوونیزو مرکزونو د کیفیت لوړولو، د استادانو ظرفیت پیاوړتیا او د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د ودې لپاره یې د اغېزناکو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
بلخوا د کار نړیوال سازمان او یوناما پلاوي هم د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې فعالیتونه ستایلي او د اړتیا وړ برخو کې یې د ګډو همکاریو دوام ته چمتووالی ښودلی دی.

