د ننګرهار رسنیز دفتر وایي چې د وروستيو اورښتوتو له امله پینځه تنه شهيدان او ۱۰ ټپیان شوي دي.
د ننګرهار شينوارو، مومندرې، بټي کوټ، روداتو، اچين او چپرهار ولسواليو کې د وروستيو اورښتونو له امله په يو شمېر کورونو کې د خونو چتونه رالوېدلي چې د یوې مېرمنې او کوچنیانو په ګډون یې ۵ تنه شهیدان کړي او ۱۰ نور ټپیان دي.
همدا راز جلال اباد ښار او ولسواليو کې ۱۰۰۱ کورونه او ۴۶۰ جریبه کرنيزه ځمکه ویجاړه شوې او ۱۰۵ څاروي له منځه تللي دي.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې ته لارښوونه کړې چې د وروستيو اورښتونو له امله د اوښتو زیانونو ټول مالومات کره کړي او د بېړنیو مرستو لپاره یې همکارو موسسو ته واستوي