کورنیو چارو وزارت وایي چې د هرات پولیسو په ښوونیز او روزنیز مرکز کې ۴۴۹ امنيتي ځواکونو د شرطې د ابتدایي مسلکي زدهکړې بشپړې کړې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د فراغت په دې مراسمو کې د هرات د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر مل پاسوال قاري نجیبالله علي، د هرات شرطې د ښوونیز مرکز قوماندان سمونوال مولوي عبدالصمد مبارک، د دیني علماوو، ملکي او نظامي ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.
مسوولینو تازه فارغشویو ته پر اخلاص، د اوامرو پر اطاعت، د استقامت، مسلکي وړتیا پالنې او نظام ساتنې په اړه سپارښتنې کړې دي.

