د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې د کابل او تهران ترمنځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ګټورې دي، او په وینا یې چې اوسمهال دواړه هېوادونه ښې اړیکې لري.
ښاغلي مجاهد رسنیو ته ویلي چې دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري په عادي ډول کېږي، او د کابل – تهران ترمنځ اړیکې د ستاینې وړ دي.
تر دې مخکې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان د کوم هېواد له نوم یادولو پرته ویلي وو چې هېواد یې دا مهال له ګاونډیو هېوادونو سره د پخوا په پرتله ښې اړیکې لري. پزشکیان ویلي چې د ایران پر وړاندې د سمندري کلابندۍ پرمهال له ګاونډیو هېوادونو سره د تهران سوداګري هم په ښه ډول جریان لري.

