د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هلمند امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د تېرو پنځو میاشتو په ترڅ کې د لښکرګاه ښار او د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ۹۱ میله وسلې او د پوځي تجهیزاتو لویه اندازه کشف او ضبط کړې ده.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په نیول شویو وسلو کې ۵۹ تومانچې، ۸ کلاشینکوفونه، ۲۱ کمرشکن ټوپکونه، ۲ ټيټي تومانچې او یو راکېټانداز شامل دي.
همداراز ۱،۹۶۷ د لېزر څراغونه، ۴ زغروال سپرونه، ګڼ شمېر پوځي انتنونه او د سپکو او درنو وسلو زرګونه مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.
کورنيو چارو وزارت د هلمند امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې زياته کړې چې د دغو وسلو او پوځي تجهیزاتو د ناقانونه لېږد په تړاو ۳۰ کسان نیول شوي او د دوسیو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

